IQNA

(سره آزادی) نومې اعتراضی مظاهرې په ټول بحرين كښې پيل شوې

11:42 - May 01, 2012
د خبر لمبر: 2315946
بين المللی ډله: د آل خليفه د رژيم د يوشمير مخالفو رهبرانو د محاكمې لپاره د عدالت د غونډې د ترسره كيدو سره په يووخت د بحرين خلكو د سرې آزادۍ تر عنوان لاندې خپلې اعتراضی مظاهرې پيل كړې.
د العالم خبری ټی وی چينل د ويب سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د بحرين د فرورۍ د ١٤ ائتلاف د بحرين په ټولو ښارونو او سيمو كښې د سرې آزادۍ په نامه د اعتراضی فعاليتونو د پيلولو خبر وركړ.
په دې لړ كښې د بحرين انقلابيانو پرون سهار د آل خليفه په عدالتونو كښې د خپلو رهبرانو د محاكمې د پيليدو سره په يووخت (آزادی) نومې سړك بند كړ كوم چې بحرين د سعودی عربستان سره يوځائې كوی او د هوائی ډګر شاته ئې زيات شمير ټائرونه وسوزول.
د باخبرو سرچينو له قوله د دغه سړك د بندولو نه پس د بحرين د اعتراض كونكو سره د دغه هيواد او همداراز د آل سعود د پوځيانو نښته رامينځته شوه.
د يادولو ده چې د جميعت وفاق اسلامی عمومی منشی شيخ علی سلمان او د بحرين د نورو سياسی ائتلافونو او تنظيمونو مشرانو په دغه اعتراضی راغونډيدنه كښې ګډون وكړ او د محاكمه شويو كسانو سره ئې خپل پيوستون اعلان كړ. 996668

captcha