IQNA

شهيد مطهری او د اسلامی ویښتيا څپی

15:31 - May 01, 2012
د خبر لمبر: 2316238
سياسی ډله: د اسلامی تبليغاتو شوره د شهيد مرتضی مطهری د شهادت په مناسبت د يوې بيانې په خپرولو سره د ايت الله مطهری افكار یې د نوی نسل د تربيت او روزنی لپاره يوه بيلګه وبلله
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې شهيد مطهری وائی، اسلام بايد له هغو دينونو سره چې ټوله محتواې څلور كلمې نصيحيت دی پرتله نشی. اسلام ځان د ټولنې د بدبختيو په وړاندې مسئول ګڼی. اسلام راغلی دی څو ټولنه جوړه كړی، راغلی، څو حكومت جوړكړی، رسالت دې د نړۍ اصلاح وكړی، دغه شان دين بې تفاوته او بې پروا نشی پاتيكيدلی.
د بشری ټولنې چاپيريال د واړو او لويو پیښوله ټولګې سره چې پكې رامينځته كیږی ، له طوپان، غورځنګ اوڅپو د ډك سمندر په څير دی . ددغه سمند څپې ورووروپراخیږی او سره په ټكر كې يوبل پرځوی . دټولنې خورا ژوندۍ څپې هغه دينی غورځنګونه دی چې دانسانانو دفطرت او ژوند له جوهره سرچينه اخلی او ځكه د ودې او غوړيدا له قدرت اولوی ځواكه برخمن دی .
په مينځنی ختیځ سيمې كې داسلامی ویښتيا څپې چې له الله اكبر چغې سره يو ځای وې ، په اوسنی پړاؤ كې ددغو غورځنګونو څرګنده نمونه ده . هغه څه چې مسلم دی ،په اسلامی ملتونو او هيوادونو كې دغه ویښتيا ناڅاپی نه ده رامينځته شوې بلكې له مخكې ئې زمينې برابرې شوې دی او ډيرو متفكرانو اوعالمانو خپلې ټوله هڅې ددينی تفكر داحياء او دملتونو دخپلواكۍ لپاره كارولی دی .
= استاد شهيد مرتضی مطهری يوه هغه متفكر دی چې خپل ژوندئې د دين داحياء په لاره كې قربان كړ. هغه تيز فكری ،دمسئلو حل كونكی اودبحث اوتدبير څښتن ؤ ،او له هماغه پيله چې ارشاد اوتبليغ ته ئې مخه كړه ، دانسانانودعزت او ددين داحياء فكر ئې درلود
دانګلستان يومورّخ آرنولډ ټوّين بی وائی :، هغه څه چې يوتمدن له مينځه وړی ،دا دی چې دماډرن پوښتنو او مشكلاتو په وړاندې مشران او واكوالان هماغه زاړهّ ځوابونه تكراروی . ؛
استادمطهری تل په دې پسې ؤ چې هر ځل يو نوښت وكړی . په اسلامی فلسفې كې ئې هڅه كوله څو نوی لارې پرانيزی . په فقې كې ئې اجتهاد او تدبركاوهّ. او په اسلامی حقوقو كې ئې پرتله ،سمون اوبرابرۍ ته مخه كوله . تل ئې له خرافاتو سره مقابله كوله او له دينه ئې زنګ او دوړې پاكولې . هغه باوری ؤ چې دين انسانانو ته دحيات بخښونكواوبو په څير دی ،داسې اوبهّ چې هم ئې مونږ پاك او سپا ساتو او هم مونږ پاك اوژوندی ساتی .
استاد مطهری ښه پوه ؤ چې ماډرن مكاتب او آئیډياوې چې له دين سره دمقابلې مدعی دی ،ځان داسې وړاندې كوی چې ګواكې نوی مذهبونه دی او غواړی د مخكينيو مكاتبو جانشين شی . نو ځكه په دغې لارې كې هغه له دوو شيانو ډير اندیښمن ؤ او ترې كړيدهّ او هغه دوه جهالت او جمود(تمتيا ) . هغه به ويل :، دوې خطرناكې ناروغۍ تل انسان ګواښی. يوه دجمود ناروغی او بله هم د جهالت ناروغی . دلومړۍ ناروغۍ نتيجه تم كيدا او له پراختيا او پرمختګه وروسته پاتيكيدا ده او ددوهمې ناروغۍ نتيجه هم نسكوريدا او انحراف دی . په جامدفكر سره ټولنه له هرڅه چې ماډرن دی متنفره ده او له زاړو او وروسته پاتې خويونو پرته بل څه ئې نه وی پكار، په مقابل كې جاهل هم هره نوی راپنځيدلی ښكارنده دوخت ،نوی والی او ترقۍ لپاره يو ضرورت ګڼی ......جامدكس دزړی او پوستكی او دوسيلې او هدف تريمنځ هیڅ فرق ته قايل نه دی ،ددې په اپوټه جاهل په پټو سترګو وينی اوپه لويدیځی نړۍ كې كه څه ماډرن يا څه عادی شی يا فيشن راپيداشی نو سملاسی ئې تقليد كوی. (دا خبره داستادشهيدمطهری دنظام حقوقو زن دراسلام په نامه دكتاب په ۱۶ صفحه كې شوې ده )
شهيد استادمطهری د؛مقدمه ای برجهان بينی اسلامی ؛ په نامه كتاب كې اصلی اسلام او ځواك من نظام غوټی سپړی اودا يو خپلواكه او ژوندی دين معرفی كوی چې دټولنو او انسانانو حركت دخپلواكۍ او آزادۍ په لور نوره هم چټك كوی . دتاريخ په ګواهۍ سره ،داسلام پاك دين دهمدغې ځانګړنې په دليل پیړۍ تر بلې پرمخ تللی او پلويان ئې زيات شوی دی . قرآن پاك دفتح سورې د ۲۹آيت په يوې برخې كې دايماندارو د ودې او پياوړتيا څرنګوالی او د اسلامی غورځنګ د فتح څرنګوالی داسې بيانوی
په انجيل كې دهغوی مثال دهماغه كروندې په څير دی چې خپلې غوټئ رااوباسی ،بيائې پياوړی كوی ،څو مضبوتې شی او پخپلو پښو ودريدې او دومره وده وكړی چې كروندګر حيرانتيا ته اړباسی ! داددې لپاره دی چې كافران غوسه كړی،خدای له هغو كسانوته چې ايمان ئې راوړی او صالح عمل ئې كړی ، دبخښنې او دلوی اجر دوركولو ژمنه وركړې ده .؛
ديوې ټولنې دحركت ، ویښتيا او پوهولو لپاره خورا مهم ټكی چې شهيد مطهری پرې ټينګار كوی ،دشخصيت احساس دی ،كه يو ملت خپل تشخص احساس نه كړی ،نوهیڅكله به په انقلاب او پاڅون لاس پورې نه كړی .شهيد مطهری پخپل يوه كتاب كې وائی ، دټولنې لپاره له دې لوړه پانګه بله نشته چې دخپل شخصيت او طبيعّت احساس وكړی ، دځا ن لپاره آئیډيال شی او دنوروټولنو په نسبت بې نيازی حس ولری . خورا لوړه پانګه داده چې يوه ټولنه پوهه شی چې په ژوند كې دځان لپاره يوه خپلواكه فلسفه لری او پرې ووياړی . اساسا په ټولنې كې دحماسې ساتل په دې كې دی.څومره بدچانسه ده هغه ټولنه چې دا حس له لاسه وركړی ؛.
هغه په يوه بل ځای كې هم وائی :، كه الجزايريان له يو سل پنځوس كلنې مبارزې وروسته وتوانيدل د فرانسې استعمار په ګونډو كړی او خپلواكی ترلاسه كړی ،نودا ددې لپاره وه چې په هغوی كې يوه حماسه او دتفكر حس موجود ؤ.كه دمځكې دهغه ختیځ ټاټوبی په لور ، يوبل ملت دنړۍ له خورا قدرتمند او شتمن ملت سره مبارزه كوی ، نو دادهغه ملت دشخصيت احساس دی چې مبارزه كوی او وائی ، زه يا بايد ژوندی او پخپلو پښو ودریږم او څوك پرما حكومت ونه كړی او يا بايد نه وم او ومرم :.
د شهيد استاد مطهری له نظره دویښتيا بل عامل اعتقاد اوهغه تفكر دی چې خلك داستعمار او استكبار په وړاندې مبارزې ،حركت او تاندوالی ته بولی او په ټولنې كې د عدلت او امنيت دټينګولو لپاره دهغوی هڅونكی شی .هغه اعتقادچې دين اوسياست ئې سره ګنډلی دی ،ذلت ،اړوندوالی او سرزوری له خپلو پلويانو سره ښه نه ښائی .هغه بيا وائی ؛. اساسی كار دادی چې خلك ايمان پيدا كړی چې سياسی مبارزه يوه شرعی اودينی دنده ده . يوازې په داسې بڼه كې ده چې موخې ته درسيدا پورې به خپلو هڅوته دوام وركړی .
استاد شهيد مطهری چې داصيل او محمدی اسلام په فكر كې ؤ ،اسلام ،د ظلم اوكړاؤ په ضد دویښتيا اوغورځنګ خورا مهم عامل ګڼی او وائی :، اسلام بايد له هغو دينونو سره چې ټوله محتوا ئې څلورغوره او له پنده ډكې كلمې لری ، پرتله نشی . اسلام ځان دټولنې دټولو بدبختيو په وړاندې مسئول ګڼی . اسلام راغلی دی څو ټولنه جوړه كړی ،راغلی دی حكومت جوړكړی ،رسالت ئې د نړۍ اصلاح ده، دغه شان دين بې پروا نشی كيدلی.
له نورو انقلابونو بيلګه اخستل ،دكړكيچ ځپلو ټولنو لپاره يومهم ټكی دی . دشهيد مطهری له نظره داهمیَت دغه اړخ له دوو نورو اړخونوكم نه دی ،ځكه چې ممكنه ده يوه ټولنه خپل تشّخص احساس كړی او سياست دخپل دين يوه برخه وګڼی ،خو دناسمې فضا ، ويرې اوسټريس په دليل په ویښتيا اوانقلاب كې بريالۍ نشی . همدلته ده چې ديوې بريالۍ بيلګې وجود خلك پاڅون اومبارزې ته هڅوی .كله ووينی يوملت يوې لارې ته له ټولو سختيو سره سره دوام وركوی او دسختيانو په مقابل كې جهاد وكړی او بريالۍ شی ،دغه حركت جذبه راولاړوی او دهغه بيلګه ملت په لاره كې ګامونه پورته كوی .
استاد مطهری پخپل تيزبينه فكركې چې ګواكې دنړۍ نننيو بدلونونووړاندوينّه كوی وائی :، زما ورو ورو دا باور پيدا شو چې دغه اسلامی انقلاب په ايران پورې محدودنه پاتيكیږی ، دمسلمانانو په ميليونونونفوس به پخپل بهير كې شامل كړی او دا به دايران لپاره څه وياړ وی چې يو اسلامی انقلاب له ايرانه پيل شی او په ټولو اسلامی هيوادونو كې بشپړ نفوذ وكړی ،چې بلاخره به ئې هم وكړی .
دوستانو د شهيد استاد مرتضی مطهری د شهادت دكليزې په شپو ورځو كې داسلامی ویښتيا ددغه جارچی ،لوی متفكر او پوه استاد ياد او خاطرو درنښت كوو.
997609
captcha