IQNA

د عراق په الصدر ښار كې د مسجد النبی جومات افتتاح وشوه

22:30 - May 01, 2012
د خبر لمبر: 2316241
نړيواله ډله: د اپريل په نهه ويشتمه نيتۀ د عراق په شيعه وقف ادارې په كوششونو سره د بغداد په الصدر ښار كې د مسجد النبی (ص) جومات افتتاح وشوه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اپريل په نهه ويشتمه نیټې عراق د وقف شيعه بورډ په كوششونو سره د بغداد په الصدر ښار كې د مراسمو په تر سره كولو سره د مسجد النبی نومی جومات افتتاح وشوه.
همدا ډول څرګنده وی چې په دې افتتاحی مراسمو كې د الصدر ښار د اوقافو محكمې مشر په خپل خطاب كې د صدام لخوا په شيعه ؤ باندې د ظلمونو او تيرې او دهغوې د حقوقو پايماليدلو ته په اشارې سره د دې جومات جوړول یې د پرمختګ لور ته يو اهم ګام وباله. او د شيعه وقف بورډ مشر ښاغلی صالح الحيدری او د نورو چارواكو چې هغو په دې منصوبی كې مرسته كړې ده شكريه ادا كړه او د هغوی درناوې یې وكړ.
996390

captcha