IQNA

د مزدور نړيواله ورځ د لوړو انسانی مفاهيمو ياد راوړونكې ده

22:29 - May 01, 2012
د خبر لمبر: 2316385
نړيواله ډله: د لبنان د مزدورانو او كسبګرو د اتحادیې د مركزې ادارې پرون د غوئی د مياشتې په يولسمه نېټه د يوې بيانیې په صادرولو سره د كار او مزدور د ورځې په مناسبت مباركی وويله او اعلان یې وكړ د مزدور ورځ د لوړو انسانی مفاهيمو او ارزښتونو ياد راوړونكې ده.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ((المنار)) چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: حزب الله په دغه بيانيه كښې د مزدور د ورځې د مباركۍ په ترڅ كښې د د لبنان، د عربو او اسلامی نړۍ مزدورانو او د مستضعفو ملتونو مزدورانو ته وويل: د مزدور نړيواله ورځ هغه ورځ ده چې د لوړو انسانی مفاهيمو، ارښتونو، كار، تلاش، بخشش او د رنځ او محنت يادونه كوی.
د حزب الله د مزدورانو او كسبګرو د اتحادیې مركزی ادارې تاكيد وكړ مزدورانو او كارګرانو د يو قدرتمن وطن د جوړولو په لاره كښې كوشش او محنت او له خنډونو او مشكلاتو سره مبارزه كوی چې هېواد یې د مصيبتونو په وړاندې خفظ او سرلوړې وی.
د يادونې ده چې نن د مۍ د مياشتې وړومبۍ نېټې ته د مزدور د نړيوالې ورځې نوم وركړې شوے دے. دا ورځ د ١٨٨٦ كال د مۍ په اوله نېټه په شكاګو كښې د امريكائی مزدورانو د شورش ياد راووړونكې ده چې هر كال په دا ورځ د نړۍ په زياترو هېوادونو كښې نمانځل كیږی.
997405
captcha