IQNA

(( دين د نړيوال كېدو په ډګر كښې)) نومې نړيوال كانفرنس په مراكش كښې جوړیږی

22:30 - May 01, 2012
د خبر لمبر: 2316388
د علم او فكر ډله: (( دين د نړيوال كېدو په ډګر كښې)) نومې نړيوال كانفرنس د روان هجری نمريز كال د وږی د مياشت په ٢٩ نېټه د مراكش د الجديده بندری ښار په شعيب الدكالی پوهنتونو كښې جوړیږی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د افريقا د څانګې د رپوټ له مخې دغه نړيواله غونډه به په افريقا او مېنځنی ختیځ باندې د اسلامی بېدارۍ د تاثير د څېړلو په لړ كښې د روان هجری نمريز كال د وږی د مياشتې له ٢٩ نېټې څه تر ٣١ نېټې پورې دوام ولری.
د دغه رپوټ له مخې له اسلامی بېدارۍ نه پس په مديترانه او مېنځنی ختیځ كښې دين، په نړيواله سطح كښې كثرت پالنه، لويدیځه دينی ازادی، په افريقا او لويدیځ كښې د اسلامی نړيول كېدل، په افريقا او لويدیځ كښې مسيحيت، په زوړ او نوی صوفی ګرۍ مشتمله نړۍ، د باطنيه فرقې عقائد او د نويو راڅرګند شويو عرفانونو او نويو دينونو پېدائش له هغو موضوعاتواو بحثونو څخه دی چې په دغې نړيواله غونډه كښې به وڅېړلې شی.
996084
captcha