د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له "france-amerique" یې نقلوی چې د امريكې د خارجه وزارت ويندوې وكټوريه تولينډ خبريالانو په خبرو كې وويل چې ټيرې جونز د قران پاك سوځولو اقدام د امريكې د ادابو خلاف ورزی دی.
د امريكې دخارجه وزارت ويندوې د ټيرې جونز دا اقدام ډير بد اندیښمن وباله او وې ويل چې د امريكې ښاريز يا حكومت داسې اقدامات د اخلاقی او ټولنيزې اصولو خلاف ګڼی.
خو پوښتنه په ذهن كې دا راځې چې كه د امريكې وزارت خارجه يا دفاع د دې ډول اقدامات غندی نو ولې داسې سپكاوونكی پادريانو مخه نه نيسی چې په دې كار سره د ټولو مسلمانانو زړونه ازاروی.
997264