د لندن چاپ (القدس العربی) ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په بحرين كښې د جرمونو د پيژندلو او ټاكلو محكمې يا عدالت په دغه غونډه كښې د آل خليفه په جيل كښې د حقوقی فعال عبدالهادی الخواجه چې د خوړو اعتصاب ئې كړے دے او د ٢٠ نورو بحرينی فعالانو چې پوځی عدالت هغوی د نظام د پرزولو او د اعتراضونو په مشرۍ كولو باندې تورن كړی دی، په حكم كښې د بيا كتنې غوښتنه وكړه.
د الخواجه او د نورو فعالانو په حكمونو كښې د بياكتنې د حكم د صادريدو نه پس د هغوی د محاكمې نورې غونډې به د شاهدانو او د هغوی د مدافعو وكيلانو په شتون سره ترسره شی.
د رارسيدلو رپورټونو په مخې عبدالهادی الخواجه په عمر قيد او نور فعالانو له ٢ نه تر ١٥ كالو پورې قيد باندې محكوم شوی دی او د بحرين پوځی عدالت هغوی د نظام د ړنګولو او د اعتراض كونكو په مشرۍ كولو باندې تورن كړی دی.
الخواجه له تيرو دوو مياشتو راهيسې بهوك هړتال يا د خوړو اعتصاب كړے دے او د هغه كورنۍ اعلان وكړ چې په دې شرايطو سره الخواجه د مرګ د خطر سره مخامخ دے. 997462