IQNA

په لبنان كښې د سپكاوی كوونكی پادری د قران سوزونې د اقدام پراخه غندنه

21:36 - May 02, 2012
د خبر لمبر: 2317238
نړيواله ټولنه: د لبنان اسلامی ګوندونو او ټولنو په فلوریډا رياست كښې د امريكائی پادری لخوا د قران شريف د بيا سوزولو په محكوميت سره له اسلام سره د دغې دښمنۍ په غبرګون كښې د مسلمانو او مسيحی علماؤ لخوا د جدی دریځ غوره كونې غوښتنه وكړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د لبنان د ((نور)) راډيو د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د لبنان د اسلامی عمل محاذ د دغه محاذ د قوماندانۍ د شورا د غړيو په شتون سره د شېخ عبدالناصر جبری په مشرۍ په خپله دوره ای غونډه كښې د عامه خلكو په سترګو په وړاندې د قران شريف د سوزولو په اړه د تری جونز اقدام وغاندۀ.
د لبنان د جبل عامل د علماؤ جمعيت هم د جونز د دغه اقدام په غندلو سره اعلان وكړ. د دغه امريكائی پادری لخوا د قران شريف سوزول د مسلمانانو په احساساتو باندې په څرګنده سترګې پټول دی او پكار دی د دغه ګستاخ پادری له سپكاوی نه د ډكو اقداماتو مخنيوے وشی.
د لبنان د ((قولنا و العمل)) د انجمن مشر شېخ احمد القطان)) هم پخلے وكړ: دينی عملماء په تېره بيا مسيح علماء پكار دی د عمل مېدان ته راودانګی او د دغو ډلو لپاره چې هدف یې د مسلمانانو او مسيحيانو په صفونو كښې د فتنې او درز پېدا كول دی لاره بنده كړی.
د لبنان ((اصلاح او وحدت)) د غورځنګ مشر شېخ عبدالرزاق هم د دغه اقدام په وړاندې د اسلامی نړۍ د مفتيانو په خاموشۍ باندې په نيوكې سره څرګنده كړه: د حجاز او د فارس خليج د څنډې د هېوادونو هغه مفتيان كوم ځاے دی چې له اسلام سره د دښمنۍ په وړاندې د غبرګون ښودنه وكړی؟
په يو بل رپوټ كښې راغلی دی چې په كويت كښې د مراجع نمائنده علامه محمد باقر المهری هم د يوې بيانیې په جاری كولو سره په فلوریډا رياست كښې د قران سوزونې تكرار په سختۍ سره وغاندۀ او له ټولو څخه یې وغوښتل چې له اسلام سره د دښمنۍ دغه اقدام دې وغاندی.
998353
captcha