IQNA

د بحرېن د (اسلامی عمل) د ګوند غړے ونيوے شو

21:37 - May 02, 2012
د خبر لمبر: 2317239
نړيواله ډله: د بحرېن د اسلامی عمل جمعيت د آل خليفه د رژيم د ځواكونو په لاسو د دغه جمعيت د يو غړی له نيولو څخه خبر وركړ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د بحرېن اسلامی عمل جمعيت اعلان وكړ: د آل خليفه رژيم ځواكونو د سعودی عرب د نيواګرو په ملاتړ سره په ((المقشع)) سيمه كښې د دغه جمعيت غړے محمد عبدالحسېن المقشعی ونيوۀ.
د دغه رپوټ له مخې ٢٦ كلن المقشقی په ((المرحرق )) كښې د خاتم الانبياء علميه حوزې طلبه د اسلامی عمل جمعيت يو فعال غړے دے.
د آل خليفه ځواكونه په دغو ورځو كښې د بحرېن په مختلفو سيمو كښې د فعالو ځوانانو په پراخه نيونه باندې بوخت دی.
له بلې خوا له بشری حقوقو او عادلانه محاكمې څخه د ملاتړ نړيوالې شورا مشر عبدالحميد دشتی د بحرېن د بشری حقوقو دوسيه يوه توره دوسيه وبلله چې په تاريخ كښې به ثبته شی.
هغۀ د ملی سلامتيا په نامه د آل خليفه په فوځی عدالتونو كښې ترسره شوې محاكمې د عادلانه محاكمو د ډېرو ساده اصولو نه لرونكې وبللې.
998491
captcha