د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې حجت الاسلام والمسلمين ډاكټر عبدالحسېن خسرو پناه د دين او معاصره بېداری تر عنوان لاندې نړيوال سيمينار كښې چې پرون د غوئی د مياشتې په دولسمه نېټه پاې ته ورسېد د دې مطلب په بيانولو سره وويل: نوې او موډرن دوران له ټولو هغو پرمختګونو سره سره چې د بشر لپاره یې په ډالۍ كښې راوړی دی يو لړ مصيبتونه هم په ځاے پرېښودی دی چې له هغو څخه د تشخص كړكېچ، د كورنۍ كړكېچ، او ژوند د چاپېريال كړكېچ ته اشاره كولې شو.
هغۀ په خپله وېنا كښې زياته كړه: په دريمه دوره كښې مونږ له داسې مصيبتونو سره مخامخ شوی يو چې نااميدی او د دين په دننه كښې او د دينونو ترمېنځ اختلافات له دغو مصيبتونو او زيانونو څخه دی چې په وروستی مورد كښې پكار نۀ دی د دينونو ترمېنځ په اختلافاتو كښې راګېر شی، ځكه چې په داسې صورت كښې به دغه دينی او معرفتی غورځنګ په حتمی توګه زيان ومومی.
ډاكټر خسرو پناه په دوام كښې وويل: بل مصيبت او زيان د دين د څنګته كولو او په انفرادی ژوند پورې د هغۀ د محدودولو او له اجتماعی اړخ څخه د هغۀ د خارجولو په معنا سېكولرازم دے.
هغۀ په اخېر كښې وويل: بل مصيبت او زيان ((ناكارنده توب)) دے، په دې معنا چې دينی تفكر چې د بشر اړتيا ته ځواب وركونه ده، لازمی كارنده توب ونلری چې په داسې صورت كښې به دغه دينی غورځنګ ا وبېداری له زيان سره مخامخه شی.
د يادولو ده چې دين او معاصره بېداری نومې دوه ورځنے نړيوال سيمينار د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د دينی خبرو اترو د مركز په همت سره پرون د غوئی دمياشتې په دولسمه نېټه د بهرنيو چارو د وزارت د سياسی او نړيوالو مطالعو په دفتر كښې خپل كار پاې ته ورسوۀ.
998526