د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مېخ د امريكې د مك مستر پوهنتون استاذ ډاكټر كورټ آندراس ريچرډ سون چې پرون د غوئی د مياشتې په دولسمه نېټه د دين او معاصره بېدارۍ نومې سيمينار كښې یې وېنا كوله د دې مطلب په بيانولو سره وويل: زما په عقيده دينی مشرانو تر ننه پورې د اسلامی بېدارۍ د پراختيا لپاره له لازم او كافی جديت څخه كار نۀ دے اخېستے او له هغوی څخه دا اميد كیږی چې د نورو شغلونو د ماهرانو په شان چې په خپلو كارونو كښې جدی وی غلی كښې ننی او د دې دينی بېدارۍ لپاره لا زيات موثر عمل وكړی.
هغۀ د دينی بېدارۍ په اړه په خپله وېنا كښې زياته كړه: د دين وظيفه په نړۍ كښې د سولې او ورورولۍ رامنځته كول دی او د مختلفو دينونو پېروكارو ته پكار د يچې د يو د ارزښتونو احترام وكړی او دينی رهبران بايد ټول كوشش وكړی چې دغه چاره پوره شی.
998347