د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د امريكې د دينونو د مشرانو د پارليمان لوئې مدير دكترباباجين پرون په تهران كښې په (دين او اوسنۍ بيداری) نومی نړيوال كانفرنس كښې د دې ټكی په بيانولو سره زياته كړه: د نړيوالو ستونزو او مسائلو د حلولو لپاره په كار دی دينی ډيپلماسی وكاروله شی.
دوی په خپله وينا كښې ټينګار وكړ: دينی ډيپلماسی چې د هغې ماهيت سياست نه بلكې اخلاق دی، د موجودو مسائلو په حلولو كښې يو مهم رول لوبولے شی.
دوی زياته كړه: د دينی ډيپلماسۍ ترټولو مهم كړچار او كاركردګی د لا ښه درك او پوهې لپاره د خبرواترو رواجول دی چې د سولې د پراختيا او د نښتو د مخه نيونې سبب كيدې شی.
باباجين په دوام كښې ووئيل: هیڅ كوم دين خلك نښتې او تاؤتريخوالی ته نه هڅوی او هغه كسان د دين په تعليماتو باندې سم نه دی پوه كوم كسان چې د دين په نامه تاؤتريخوالے او خشونت رامينځته كوی. 997836