د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن په تهران كښې، سوله او دوستی د نړۍ لپاره د ايران د پيغام په نامه سيمينار ته وويل د ايران ملت د تاريخ په اوږدو كښې د عدالت او عشق پر اساس د سولې بيرغوال دی او په همدې دليل د نورو ملتونو په غم او ښادۍ كښې شريك دی.
ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل د ايران ملت دا حق لری چې د سولې نخښه ترلاسه كړی او لګه څنګه چې سوله د بشر يوه پخوانۍ هيله ده، نو د تاريخ ستر جنايت كوونكې او د نړۍ د سولې ګډوډونكې تل د خپلو جنايتونو د توجيه لپاره له دې كلمې استفاده كوی.
د اسلامی ايران ولسمشر ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد په دی په ټينګار سره چې نړۍ متحده كیږی وويل، په نږدې راتلونكې كې به درست انسانان په نړۍ كښې د عدالت ټينګيدل ووينی.
999232