IQNA

په مركزی اېشيا كښې د اسلامی ګوندونو زيان پېژندنه

21:44 - May 03, 2012
د خبر لمبر: 2317678
نړيواله ډله: په ټولنو كښې د لويو بدلونونو لپاره يا پكار دی د روس او امريكې په شان بهرنی ځواكونه رول ولوبوی او يا ولسی خپلواكه ډلې عمومی نارضايتی بهانه وګرځوی او له هغو څخه د خلكو د لام بندۍ او سړكونو ته د هغو د راوستلو لپاره استفاده وكړی چې دمركزی اېشيا د هېوادونو په اړه په كلی توګه او قزاقستان په اړه په خاصه توګه داسې څه زمينه وجود نۀ لری.
دا څرګندونې د نړيوالو چارو لوړرتبه كارپېژاندی حسن بهشتی پور له اېكنا خبری اېجنسۍ سره په مركه كښې وكړې. په تيونس او ورپسې په مصر او لبېا كښې اجتماعی بدلونونو او د هغو تر څنګه د بحرېن او سعودی عربستان كښې پراخو ولسی احتجاجونو د مينځنی ختیځ سيمه له لوے بدلونو سره مخامخه كړه.په دې اړه هغۀ د دې پوښتنې په ځواب كښې چې د مركزی اېشيا د سيمې سياسی او اجتماعی حالاتو ته په پام سره. په سيمه كښې د عربی مېنځنی ختیځ په شان د انقلابونو كتونكی شو وويل: د مركزی اېشيا سيمه يو لړ خاصې پيچلتياوې لری او هغه نښې نښانې چې د اسلامی بېدارۍ په توګه یې يادونه كیږی په دې سيمه كښې وجود نه لری.
هغۀ زياته كړه: په حقيقت كښې په مركزی اېشيا كښې ټول نوی سياسی بدلونونه په قرقيزستان كښې له عمومی احتجاجونو نه پس د څېړنې وړ دی په دا ډول چې په دغه سيمه كښې ولسی غورځنګونه د قربان بيك باقی اف د نسكورېدو سبب شول. په قرقېزستان كښې په وړومبی ځل د ازادو انتخاباتو جوړېدو په سيمه كښې د تازه بدلونونو زېرے وركړ خو په مركزی اېشيا كښې اسلامی ګوندونه يا د تاجېكستان د اسلامی غورځنګ په شان دی چې اصلاً د حكومت د بدلون په لټه كښې نۀ دی يا په ازبكستان كښې د حزب التحرير او حركت اسلامی په شان دی چې په دهشتګردۍ او له القاعدې او اورپكو وهابی ډلو سره په ارتباط باندې تورن دی. همدارنګ په سيمه كښې ځينې ډلې په ((ايشان ها)) بادې له معروفو صوفی او د دروېشانو له ډلو سره وابسته دی چې هغوی هم د نرم بدلون او راپرزونې خاوندان نۀ دی او له دغو ډلو څخه د سړكونو د مبارزو او يا دا ډول مسائلو هيله نۀ كیږی.
هغۀ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وويل چې د قزاقستان په شان هېوادونو كښې ولسی او حكومت ضده ناراضګۍ وجود لری خو اسلامی ماهيت نۀ لری چې په عامه توګه لويدیځ پاله دی. نو ځكه د مركزی اېشيا په سيمه كښې په مېنځنی ختیځ كښې د اسلامی بېدارۍ په شان د يو ستر بدلون هيله نۀ شو لرلې بلكې په دغو ټولنو كښې د ستر بدلونو لپاره يا پكار دی د روسیې او امريكې په شان بهرنی ځواكونه رول ولوبوی يا خپلواكه ولسی تشكلات عمومی نارضايتی بهانه وګرځوی او له هغې څخه د خلكو د لام بندې او په سړكونو باندې د راوستلو لپاره استفاده وكړی، د مركزی اېشيا د هېوادونو په هكله په كلی توګه او د قزقستان په اړه په خاصه توګه داسې څه زمينه وجود نۀ لری.
996944
captcha