د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د آيت الله سيد احمد خاتمی، د امريكا د خارجه وزارت د ويندويی دغو څرګندونو ته چې ويلی یې دی د امريكايی پادری لخوا قرآن ته سپكاوی د دغه هيواد د حكومت دریځ نه دی اشاره وكړه او زياته یې كړه امريكايان چې په هولوكاسټ نيوكه نه شی زغملای، ولی د يو نيم مليارډ مسلمانانو سپیڅلی كتاب ته سپكاوی كوی.
آيت الله سيد احمدخاتمی د امريكايی پادری لخوا قرآن ته د سپكاوی په اړه د نړۍ د مسيحی ټولنې په چوپتيا هم نيوكه وكړه او ویې ويل هغوئ بايد د نړيوالو غوږونو ته خپل اعتراضونه ورسوی.
سيد احمد خاتمی د مصر د ولسمشرۍ د ټاكنو په اړه هم وويل د مصر كلتور لرونكی ملت به دا اجازه ورنكړی، چې نا اهلان یې انقلاب په خپل لاس كې واخلی.
د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله سيد احمد خاتمی زياته كړه د نامبارك د رژيم عوامل د مصر له خلكو سره نه ښايی او مصر خلك به د صهيونيزم ضد او استكبار ضد ولسمشر ته رایې وركړی.
آيت الله خاتمی د بحرين د حالاتو په اړه هم وويل د ايران ملت څومره چې د فسلطين له بې ګناه خلكو ملاتړ كوی، په هماغه اندازه د بحرين له مظلومو خلكو هم ملاتړ كوی.
نو موړی د آل خليفه له جنايتكار واكمن په ملاتړ كښې د سيمې د ځينيو هيوادونو د مشرانو د تيری اونۍ ناستې ته اشاره وكړه او ویې ويل دوئ دې پوهه شی چې د بحرين ستر ملت به ډير زر بريالی شی او دغه ورځ به بيا د واكمنو جنايتكارانو بدبختی وی.
د تهران د جمعی لمانځه خطيب نن د اسلامی شورا د نهم پړاؤ د ټاكنو دوهمې مرحلې ترسره كيدو ته اشاره وكړه او ویې ويل قانون جوړونه او څارنه د خلكو د استازو دنده ده.
هغه منتخبو استازو ته سپارښتنه وكړه انصاف او پريكندوالې خپله ايجنډا وګرځوی.
999654