د On Islam» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې دغه غونډه به د په كېنېډا كښې په دينی ټولنو كښې د دين د رول او ورباندې د نړيوالو واقعاتو د تاثير د څېړنې په غرض جوړه شی.
كېنېډائی مسلمان عالم سيد سهروردی وويل: ډېره موده وشوه چې مونږ د داسې يوې غونډې د جوړولو لپاره په پلاننګ باندې بوخت يو. زۀ د ستمبر د يولسمې د پېښې له وخت نه تر اوسه د دينونو ترمېنځ د خبرو اترو په لاړ كښې لګيايم فعاليت كوم او تر اوسه مو په ټوله نړۍ كښې د دينونو ترمېنځ تقريباً ١٣٦ غونډې جوړې كړې دی.
هغۀ زياته كړه مونټرال، ټورنټو، ميسيساګا، هاليفكس ، ګالګری، اډمونټون، ساسكاټون، وينيپګ، سوری او ونكوور هغه ښارونه دی چې د مختلفو دينونو د مشرانو د راغونډېدو كوربا به وی.
د مختلفو دينونو ترمېنځ د ګډو زمينو موندل، په كېنېډا كښې د دينی جوړښتونو په حقله خبرې اترې، د كېنېډا په ټولنه كښې د دين رول او په دغه هېواد كښې د دينونو د پېروكارو ترمېنځ په تعلقاتو باندې د نړيوالو واقعاتو تاثيراو همدارنګ د ابراهيمی دينونو ترمېنځ ګډ ارزښتونه له هغو موضوع ګانو څخه دی چې په دغې غونډه كښې به وڅېړلې شی.
998303