د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د تركیې د استنبول صوبې د ايوب ښار كمشنر عثمان كايماك په دې حقله وويل: د اسلامی مدرسو د زده كوونكو لپاره د قران شريف د تلاوت سيالی د دغه عمر زده كوونكو باندې د معنوی اثار د ډېر تاثير په غرض جوړیږی.
هم هغه ډول چې د دغه هېواد وزيراعظم رجب اردوغان د مومن او ديندارو ځوانانو د پرورش لپاره تاكيد كوی، مونږ هم پكار دی په دې لړ كښې كوششونه وكړو او د هغو نعمتونو قدر وپېژنو چې خداے پاك مونږ ته عطا كړی دی.
عثمان كايماك څرګنده كړه: د قران شريف مقابلې او سيالۍ پكار دی په ډېر شان او شوكت سره جوړې شی او د استنبول صوبې اسلامی مدرسې پكار دی په دې چاره كښې د نورو سيمو له مدرسو نه وړاندې شی.
د تركیې د دينی تربيتی پروګرامونو مدير حسېن دميرباش هم په دې موقع په خپله وېنا كښې وويل: د اسلامی مدرسو د زده كوونكو ترمېنځ دقرانی مقابلو او سياليو جوړېدل د اسلامی علومو د ماهرانو د تربيت او روزنې نه علاوه به د هغوی له شخصيتی ثبات سره مرسته وكړی.
998224