د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «xinhua» د اطلاع رسونې د سایټ په حوالې سره رپوټ وركړ: د پاكستان د بهرنيو چارو د وزارت په بيانيه كښې څرګندونه شوې ده: د پاكستان حكومت د تری جونز د اقدام د غندلو په ترڅ كښې اعلان كوی چې د دا ډول فعاليتونه په نړۍ كښې يوازې د تشدد، تاؤتريخوالی او كركې رواجېدو ته لمن وهی.
د دغې بيانیې په دوام كښې راغلی دی: د ټولو حكومتونو، تنظيمونو او ادارو دنده ده چې په پراخه مشاركت سره د مختلفو دينونو د پېروكارو ترمېنځ پېوستون او انسجام زيات كړی او سوله او امنيت ټينګ كړی.
د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت د بيانیې په اخېر كښې په دې ټكی باندې پخلے وكړ: د مختلفو دينونو د پېروكارو سوله ايز ګډ ژوند او د هغوی ترمېنځ غږملتيا په داسې اقداماتو سره زيانمن كیږی او ذمه وارې ادارې پكار دی د داسې اقداماتو له عاملانو سره سخت سلوك وكړی.
د يادونې ده چې دامريكې ګستاخ پادری د تېر خالی په ورځ د غوئی د مياشتې په ٩ نېټه د فلوریډا رياست د ګېنزويل د ګرجې په وړاندې د خلكو د سترګو په وړاندې د مسلمانانو مقدس كتاب قران شريف ته يو ځل بيا اور ورته كړ.
امريكائی پوليسو چې په دغه ځاے كښې موجود وو د جونز د دغه اقدام هیڅ مخنيوے ونكړ او يوازې د مسلمانانو د مقدس كتاب د نسخو له سوزولو نه پس د فائر برېګېډ او پوليس ځواكونه جونز ته ورغلل او د يو كتاب د سوزولو په دليل یې هغۀ ته ٢٧١ ډالر جرمانه اعلان كړه.
له دې مخكښې د امريكې د دفاع وزارت پېنټاګون له جونز څخه غوښتی وو چې په افغانستان او نورو سيمو كښې د امريكائی فوځيانو د امنيت په حقله اندېښنو ته په پام سره دې له دغه اقدام څخه ډډه وكړی خو هغۀ د تېر كال په شان په دغې غوښتنې باندې هیڅ غوږ ونۀ ګروۀ.
999509