IQNA

مقبوضه بېت المقدس ته د ځينو شخصيتونو د سفر په حقله د حماس غورځنګ غبرګون

23:40 - May 05, 2012
د خبر لمبر: 2318906
نړيواله ډله: د فلسطين د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د يوې بيانیې په جاری كولو سره مقبوضه فلسطين ته د ځينو مسلمانو سياسی او دينی شخصيتونو سفر له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د عادی جوړولو په خاطر وبالۀ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «CPI» اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ د حماس غورځنګ يوځل بيا د صهيونېسټانو په لاسو د قبضې تر وخته پورې قدس ښار ته له سفر سره په خپل مخالفت باندې د پخلی په ترڅ كښې اعلان وكړ: داسې سفرونه د فلسطين د ملت له دښمنانو سره د تعلقاتو د معمول مطابق جوړولو او د دغو دښمنانو د خدمت يوه نمونه ده.
د دغې بيانیې په دوام كښې راغلی دی: حماس غورځنګ له قدس شريف او مسجد اقصی څخه د ملاتړ او د صهيونېسټ رژيم له قبضې څخه د هغو د ازادولو لپاره چې دغه دواړه مقدس ځايونه یې له بربادۍ او يهودی كولو سره مخامخ كړی په ولسی او رسمی موثره اقدام باندې په تاكيد سره د صهيونېسټانو تر قبضې لاندې قدس شريف ته له سفر سره خپل پرېكنده مخالفت اعلانوی. ځكه چې د ځينو مسلمانو شخصيتونو لخوا د دا ډول سفرونه د صهيونېسټ رژيم په ګټه دی او له نړيوالې انزوا او تنها كېدو نه د دغه رژيم په راوېستلو او د لازياتو جنايتونو د انجامولو په جرات پېدا كولو كښې مرسته كوی.
دغه غورځنګ د عربی او سلامی امت له مختلفو حكومتی او غېر حكومتی طبقو، ډلو او تنظيمونو څخه غوښتنه وكړه چې د فلسطين ټاټوبی تر كاملې ازادۍ او د فلسطنينيانو د حقوقو د ترلاسه كولو تروخته دې د صهيونېسټ رژيم د بائيكاټ او د فلسطينی خلكو د ملاتړ لپاره كلك ګامونه اوچت كړی.
999476
captcha