د ايران قرانی خبری اېجنسۍ ( اېكنا) د «OCI» اطلاع رسانۍ د مركز په نقل سره رپوټ وركړ: د اسلامی همكارۍ تنظيم د هالېنډ د پارلېمان د غړی او د له سپكاوی نه د ډك ((فتنه)) نومې فېلم جوړوونكی ((ګيرټ وائلډرز)) لخوا د اسلام په خلاف د دغه كتاب د خپرولو په غندلو سره تاكيد وكړ: دا كتاب هم د وائلډرز د مخكنيو ليكنو او څرګندونو په شان بې بنياده او بېهوده تكرار دے چې د مسلمانانو په خلاف د تشدد او نفرت وراجوونكے اقدام دےږ
د دغې بيانیې په دوام كښې راغلی دی چې د پارلېمان دغه اسلام دښمنه استازے او د ازادۍ د ګوند مشر د بيان او افكارو د ازادۍ له قانون څخه په ناوړې استفادې سره د اسلام د توهين او له اسلام څخه د ويرولو خپل كمپېن ته دوام وركوی.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی چې دا كتاب په داسې حال كښې چاپ او خپور شو چې د هالېنډ پارلېمان او حكومت، د يورپ شورا او پارلېمان د دغه كتاب له خپرېدو سره څرګند مخالفت اعلان كړے ؤ.
د يادونې ده چې دغه اسلام دښمنه هالېنډی د خپل دغه كتاب د مخكتنې مراسم د امريكې په نيويارك كښې ترسره كړل.
999500