IQNA

د مصر د اوقافو د وزارت ستر قران شريف غلا كړې شو

23:39 - May 05, 2012
د خبر لمبر: 2318913
نړيواله ډله: د مصر د اوقافو او اسلامی چارو په وزارت كښې يوې باخبرې سرچينې د دغې وزارتخانې د ستر قران شريف له غلا كونې څخه خبرې وركړ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مصر چاپ اليوم السابغ ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ: د مصر د اوقافو په وزرارت خانه كښې يوې باخبرې سرچينې وويل: دغه هديه شوې قرانی نسخه چې د مصر د اوقافو د وزارت په ودانې كښې ساتل كېده د ناپېژاندلې ډلې په لاسو غلا كړې شوه.
د دغې سرچينې له قوله ناپېژندل شويو كسانو د مصر د اوقافو د وزارت د ودانۍ د ګېټ چې د دغه هېواد د اوقافو د وزير دفتر باندې تمامېدۀ د قفل له ماتولو نه پس دغه ستر قران شريف غلا كړ.
د دغې سرچينې له قوله دغه قرانی نسخه تاريخی نۀ ده بلكې عامه لويه نسخه ده. او زياته یې كړه چې كله د مصر د اوقافو د وزارت ملازمان د قران شريف غلا كولو ته متوجه شو نو وې ليدل چې غلا كوونكود دغه قرانی نسخې چې د يوه حفاظت كوونكې شيشه وه ماته كړې او له هغې څخه یې قران شريف غلا كړے دے.
د رپوټ له مخې د دغې قرانی نسخې د غلا كولو او د غلا كوونكو د نيولو او محاكمه كولو په اړه تحقيقات دوام لری.
1000248
captcha