IQNA

د مسلمانانو د قبرونو په حرمتۍ د فرانسوی ښاريزو احتجاجی غونډه

23:40 - May 05, 2012
د خبر لمبر: 2318916
نړيواله ډله: په سلګونو فرانسوی مسلمانو او مسيحيانو پرون د غوئی د مياشتې په پنځلسمه نېټه د نيس ښار سره نزدې په كاروس ښار كښې احتجاجی غونډه وكړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «nicematin» د اطلاع رسونې د مركز په نقل سره رپوټ وركړ: د فرانسې د كاروس ښار په سلګونو كسانو پرون د دغه ښار د ښاروالۍ (ميونسپل كارپورېشن) په وړاندې په راغونډېدو سره د مسلمانو سربازانو په قبرونو باندې د اسلام دښمنه عناصرو په حملې او د هغوپه بې حرمتۍ باندې سخت احتجاج وكړ.
په دغه احتجاجی غونډه كښې ګډون كوونكو چې له بشری حقوقو څخه د دفاع د انجمنونو او ادارو په بلنې سره راغونډ شوی وو، د يو لړ نعرو په وهلو سره له اسلام دښمنه عناصر څخه د خپلې كركې څرګندونه وكړه او له مسلمانو ښاريزو سره یې د خپل پېوستون ښودنه وكړه.
هغوی د ((هیڅ كله پكار ندی دا كار تكرار شی)) په مضمون سره د بېنرونو په لرلو سره د فرانس له امنيتی چارواكو څخه وغوښتل چې د مسلمانانو د قبرونو بې حرمتی كوونكی دې زرترزره ونيسی او سزا دې وركړی.
د يادونې ده نامعلومو كسانو د غوئی دمياشتې په يولسمه نېټه د نيس ښار سره په خوا كښې په كاروس هديرې باندې په حملې سره د قبرونو د پاسه او د هديرې په ديوالونوباندې يو لړ نعرې وليكلې. د دغه اقدام عاملانو په نهو قبرونو باندې د مات شوې صليبونو تصويرونه جوړ كړل او د ((ژوندے دې وی لوپن)) (بعنې د فرانس د ملی محاذ اسلام دښمنه ګوند مشر) او(( مسلمانان له فرانس نه بهر كړئ)) په شان نعرې یې ورباندې وليكلې.
1000189
captcha