IQNA

د مقدساتو سپكاوے د اسلام په خلاف د غرب هدفمندانه پاليسی ده

23:40 - May 05, 2012
د خبر لمبر: 2318921
سياسی او اجتماعی ډله: د مقدساتو توهين د اسلام په په خلاف د لويدیځ هدفمندانه سټراټيجی ده او د غربيانو لخوا د قران شريف د تقدس په نسبت سپكاوے په همدې لړ كښې ترسره شوے دے.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مركزی اېشيا د څانګې د رپوټ له مخې د افغانستان د شيعه عالمانو د شورا كلتوری كمېشن د يوې بيانیې په جاری كولو سره د امريكائی پادر لخوا د قران شريف د تقدس په نسبت سپكاوے په سختۍ سره وغاندۀ او په دې باره كښې یې وويل: د مقدساتو سپكاوے د اسلام په خلاف د لويدیځوالو هدف لرونكې پاليسی ده او د لويدیځوالو په تېره بيا د امريكائی پادری لخوا د قران شريف سپكاوے په همدې لړ كښې ترسره شوے دے.
د دغې بيانیې په يوه برخه كښې راغلی دی دغه ستر جنايت او همدارنګ د افغانستان په باګرام هوائی اډه كښې د امريكائی فوځيانو په لاس د قران شريف د نسخو سوزول، په ډنمارك كښې د خداے د ګران رسول (ص) په خلاف له سپكاوی نه د ډكو كارټونونو خپرول، په جرمنی كښې د اسلامی حجاب په خاطر د مريم شروينی مسلمانې مېرمن قتلول او په لويدیځو هېوادونو كښې دد مسلمانو ښځواو جينكو له حجاب او ستر څخه مخنيوے او داسې نور موارد د لويدیځوالو سياسی تئوری پردازانو لخوا د مسلمانانو په ذهنونو كښې د قران شريف او اسلام د تقدس د ختمولو لپاره د يوې سنجول شوې اږد مهاله سټراټيجۍ ښودنه كوی.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی چې د دا ډول جنايتونه به د دهشتګردۍ په خلاف د جنګ د تش په نامه طرحې بازار هم زيات ګرم كړی د دا ډول جنګ سياسی او اقتصادی ګټه هم له عاقلانو څخه پټه خبره نۀ ده. پكار دی پام لرنه وشی چې د امريكې په شمول په لويدیځو هېوادونو كښې د ملتونو د مقدساتو توهين او سپكاوے يو نۀ بخښونكے جنايت دے خو د هیڅ يو اقدام په خلاف څه قانونی چاره جوېی تر اوسه نۀ ده شوې چې دا حقيقت هم د لويدیځو تيوری پردازانو ترمېنځ د هدف لرونكی سټراټيجۍ يو بل روښانه علامت دےږ
د بيانیې په اخېر كښې د دغه ستر جنايت په سختۍ سره د غندلو په ترڅ كښې په سختو الفاظو سره د ټولې نړۍ له مسلمانانو څخه غوښتل شوی دی چې د دا ډول جنايتونو په وړاندې دې بې پروا نۀ كښينی او له ټول معقولو او روا لارو څخه دې ورسره مقابلې ته راپاڅی.
1000335
captcha