د مستضعفينو د بسيج د سازمان مشر سردارمحمدرضانقدی د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: د امريكائی مثالی پادری له خوا د قرآن كريم د سپكاوی دغه بد عمل د مسلمانانو د لازيات اتحاد او يوزړۀ توب سبب كیږی ځكه چې د دغه الهی كتاب په نسبت د مسلمانانو حساسيت ډير زيات دے.
دوی په دوام كښې دغه حركت د قرآن په وړاندې د امريكې د ناتوانۍ له امله وباله او زياته ئې كړه: دغه كار د هغه كس ناكامه هڅه ده چې د ناتوانۍ او كمزورۍ په اوج كښې راغلے وی او اوس چې امريكا د اسلام په وړاندې د ماتې سره مخامخه شوې ده نو دغه ډول كارونه پلانوی خو په حقيقت كښې دا يوشمير رسنۍ دی چې دښمنان ئې په خپله جوړوی او د دنيا په سل هاؤ ميليون كسان د دغه شان احمقانه دښمنيو په وجه د وړومبی ځل لپاره د قرآن سره آشنا كیږی. هغه كسان چې بيخی نه وو خبر چې قرآن څه ډول كتاب دے اوس دغه شان ضدی، بد او غيرانسانی حركات پخپله د خلكو د بيدارۍ او د قرآن سره د هغوی د آشنا كيدو سبب كیږی. 999923