IQNA

په عراق كښې د قرآن د سوزولو په غندنه كښې مظاهرې ترسره شوې

23:36 - May 05, 2012
د خبر لمبر: 2318923
بين المللی ډله: د عراق په لس هاؤ تنه خلكو پرون د امريكائی كشيش له خوا يوځل بيا د قرآن د سوزول كيدو په اعتراض كښې په كوفه ښار كښې مظاهرې ترسره كړې.
د aswataliraq خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د عراق په (الصدر) تنظيم پورې پيئلو عراقی ښاريزو د امريكائی پادری ټيری جونز له خوا د قرآن د يوشمير نسخو يوځل بيا سوزول او د انټرنیټ له لارې د دغه سپك اقدام د تصويرونو خپرول په كلكه وغندل.
د عراق دينی عالم او په دغو مظاهرو كښې له ګډون كونكو څخه شيخ احمدالغزعلی څرګنده كړه: مونږ نن دا اعتراضی مظاهرې د دې لپاره ترسره كوو چې د امريكائی پادری دریځ او د قرآن سوزولو ته د هغه بلنه په كلكه وغندو.
دوی په دوام كښې زياته كړه: مونږ د ټيری جونز دا بزدلانه اقدام په كلكه غندو چې هدف ئې د نړۍ د ولسونو ترمينځ فتنه اچول دی.
په مظاهرو كښې ګډون كونكی يو بل عراقی ښاريز هم ووئيل: مونږ د خداے تعالی (ج) د كتاب په نسبت د ټيری جونز سپكاوې غندو او باوری يو چې دغه كار د ړوند نفرت او كركې له امله رامينځته شوےدے.
دوی په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې قرآن كريم د يوزړۀ توب، مينې، سولې، ورورولۍ او انسانيت انځورونكے دے، په بين المللی عدالتونو، بشر دوستانه مؤسساتو او په رسمی ټولنو كښې ئې د اسلام سره د دغې دښمنۍ د غندنې غوښتنه وكړه چې دا ډول اقدامات په راتلونكی كښې تكرار نه شی. 999936

captcha