د اللواء نومې اردنۍ ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسرائيلو سره د اردن د سولې د موافقت نامې پرخلاف د ولسی اعتراضونو په لړ كښې اردنی نمونځ كونكو په داسې حال كښې چې د (مرګ پراسرائيل) شعارونه ئې وركول، د امريكې او اسرائيلو بيرغونه ئې وسوزول. له دې نه علاوه نمونځ كونكو د اسرائيلو د سفير د ويستلو او په عمان كښې د تل ابيب د سفارتخانې د بندولو غوښتنه وكړه.
په دغو مظاهرو كښې چې په ټول اردن كښې ترسره شوې، اسلام پال او د كیڼ اړخ فعالان د صهيونيسټی رژيم د بيرغ په سوزولو او د (مرګ پر اسرائيل) او ( خلك د وادی عربه د ختمولو غوښتونكی دی ) د شعارونو په وركولو سره د اسرائيلو د رژيم سره د خپلو اړيكو د غوڅولو غوښتونكښې شول. او له عمان څخه ئې د اسرائيلو د سفير د ويستلو غوښتنه وكړه.
په اردن كښې عمومی نظر دا دے چې د اسرائيلو سره په كال ١٩٩٤ كښې د وادی عربه د سولې تړون يوه ماتې بلله كیږی ځكه چې د اسرائيلو رژيم په دغه تړون كښې د خپلو ژمنو احترام نه كوی. 1000133