د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د "ولايت" په نوم څلورم تربيتی وركشاپ كې له درست پاكستانه ځوانان ګډؤن كوی دا وركشاپ پينځلس ورځنۍ دی چې په دينی مدرسې العروه الوثقی كې تر سره كیږی دا وركشاپ هر كالې د ګرميو په تعطيلاتو كې تر سره كیږی او دې مدرسې مشر ښاغلی حجۃ الاسلام سيد جواد نقوی هر كال د دې وركشاپ انتظام كوی.
د خبری سرچينو په مطابق په ميلادی كال 2009ء لومړۍ وركشاپ تر سره شوی ؤ چې پكښې درې سوه (300) شيعه ځوانانو ګډؤن كړی ؤ او په دوهم وركشاپ كې د ځوانانو د دلچسپی لامله 1500 ځوانانو شركت كړی ؤ.
1000138