د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، نوموړې د امريكايی پادری لخوا قرآن ته د سپكاوی په اړه د نړۍ د مسيحی ټولنې په چوپتيا هم نيوكه وكړه او ویې ويل هغوئ بايد د نړيوالو غوږونو ته خپل اعتراضونه ورسوی .
خو په داسې حال كې چې اسلامی هيوادونه او په تيره بيا هغه هيواد چې ځان د اسلامی نړۍ مركز بولی ، بايد د مسلمانانو او د اسلامی سپیڅلتياوو د دفاع لپاره اقدام وكړی او په دې اړه په خپلو حكومتونو كې مسودې او قانون برابر كړی، دخپلو ناروا ګټو لپاره ، د خپلو خلكو د ځپلو لپاره قانون جوړوی او مسودې تصويبوی.
يوې رسنۍ د بخښنې د نړيوالې موسسې ايمنسټی اينټرنيشتل په قول وويل د سعودی عربستان ديكتاتور رژيم د خلكو د اعتراضونو د ځپلو لپاره له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د قانون د مسودې د برابرولو كار پيل كړی دی.
د بخښنې نړيوالې موسسې دغه مسوده د خلكو د اعتراضونو د پراخيدا د مخنيوی لپاره يو سند وباله او زياته یې كړه چې د قانون دغه مسوده د سعودی عربستان په هرې سيمې كښې د اعتراض كونكو د ځپلو لپاره يوه پلمه ده.
د بخښنې نړيوالې موسسې ايمنسټی انټرنيشل د دغه مصودې د تصويبيدا په باره كښې خبرداری وركړ او ویې ويل دا ډول مسوده د بيان د ازادۍ خلاف ورزی ده او كه چيرې تصويب شی په سعودی عربستان كښې به له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه د خلكو سوله ايز اعتراضونه وځپل شی او اعتراض كونكی به سخت سزا شی.
د بخښې نړيوالې موسسې د دې قانون د مسودې د تدوينولو په علت د سعودی عربستان په رژيم نيوكه وكړه.
دا ډير د خواشنۍ ځای دی چې په نړۍ كې د اسلامی سپیڅلتياوو سپكاوی كیږی او مسلمانان ورځ په ورځ له سختو ستونزو او نيواك ګرۍ سره مخ كیږی، خو سعودی په څير حكومتونه یې په مقابل كې د غبرګون په ځای يواځې د خپلو ناروا ګټو په فكر كې دی، هغه ګټې چې ورسره د اسلام د دښمنانو ګټې تامينیږی!
سعودی او ځينو نورو عربی هيوادونو سياستونه او ناروا اقدامات، سبب شوی چې په لويدیځ كې د مسلمانانو په خلاف اقدامات اوج ته ورسیږی او د مسلمانانو د بدنامولو او نابودولو لپاره سياستونه عملی شی.
دا په داسې حال كې دی چې اسلامی ايران په نړۍ كې د مسلمانانو او د اسلامی سپیڅلتياوو د قدرتمن مدافع په توګه، هره ورځ د زياتو بيو په وركولو سره، د مسلمانانو د حقوقو د دفاع لپاره ګامونه كیږدی، او په كلكې ارادې سره مبارزه كوی.
له اسلامی ايران سره د لويدیځ د دښمنيو او غليمانه چلند يو مهم علت همدا مسله ده.
كه ايران د اسلام او مسلمانانو دفاع پریږدی، نو لويدیځ به هم خامخا پرې غير قانونی بنديزونه او دباوونه كم كړی، خو اسلامی ايران د اسلامی ارزښتونو او د مسلمانانو حقوقو ته پام، د خپل د ټولو سياستونو په سر كې راوستی، په هره بيه، حاضر دی چې د مسلمانانو د دفاع لپاره ودریږی ا و په كلك هوډ سره ولاړ دی.
1000825