د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مصر ورځ پاڼی اليوم السابع یې نقلوی چې دا كانفرنس د ټولو اسلامی پوهنتونونو د اتحاديی، د لندن د اسلامی وحدت انجمن، الازهر پوهنتون او د نړۍ ديرشو هيوادونو پلاوی په ګډؤن سره تر سره كیږی چې دوه ورځ به جاری وی.
د ټولو اسلامی پوهنتونونو د اتحاديی ستر سكتر ښاغلی جعفر عبدالسلام په خپلې وينا كې وويل چې د دې كانفرنس د تر سره كولو مقصد اوس مهال د اسلامی وحدت اهميت او په اسلامی امتونو كې د وحدت د راوستلو لپاره د طريقو په هكله خبری كیږی.
د دې كانفرنس په نورو اهدافو كې د اسلامی نړۍ ترمينځ د اقتصاد، تعليم او تربيت په اساس وحدت جوړونه، د اسلامی وحدت په راوستلو كې خنډونو ليرې كول، او اوس مهال په اسلامی نړۍ كې د وحدت دا ډول كانفرنسونو په تر سره كولو سره د اسلامی وحدت لپاره د زمينه برابرول د ډير اهميت وړ دی.
1000459