IQNA

د قدس شريف د صهيونېسټ رژيم په عدلیې په مركز باندې د فلسطين بېرغ ورپېدۀ

21:32 - May 06, 2012
د خبر لمبر: 2319755
نړيواله ډله: د غوئی د مياشتې په شپاړسمه نېټه د فلسطينی ځوانانو د يوې ډلې لخوا په قدس شريف كښې د صهيونېسټ رژيم د عدلیې په مركز باندې د فلسطين بېرغ ورپولې شو.
د ايران قران خبری اېجنسۍ (اېكنا) د فلسطين د خبری اېجنسۍ(PNN) د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: يو شمېر فلسطينی ځوانانو تېره شپه له فلسطينی اسيرانو څخه د ملاتړ د مظاهرو له جوړېدو سره په يو وخت د خپل هېواد بېرغ په قدس شريف كښې د اسرائيلو د عدلیې په مركز باندې ورپوۀ.
عينی شاهدانو رپوټ وركړ: فلسطينی ځوانانو دغه مظاهرې د اسرائيلو په جېلونو كښې له اسيرانو سره چې له تېرو شلو ورځو نه یې د خوړو په اعتصاب باندې لاس پورې كړے دے د پېوستون د اعلان په خاطر جوړې كړې.
فلسطينی فعالانو هم په دغو مظاهرو كښې په ګډون سره اسرائيل بېرغونه چې ځوانانو د رام الله او نابلس په لارو كښې راكوز كړی وو وسوزول.
مظاهره كوونكو همدارنګ د نعرو په وهلو سره د غاصبو اسرائيلو په جېلونو كښې د فلسطينی اسيرانو د ازادولو او وسله ايز مقاومت ته د راستنېدو غوښتنه وكړه.
1001028
captcha