د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ څانګې د تركیې د ((اكيت)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ: د دغه هېواد د اوقافو ادارې د اياصوفيه جومات په روان كال كښې د جومات په توګه رجسټر كړ او اوس به ترې د جومات په توګه استفاده كیږی.
له دغه جومات څخه له ١٩٣٥ كال څخه د ميوزيم په توګه استفاده كېده په داسې حال كښې چې د فاتح سلطان محمدپه لاسو د استنبول له فتح كېدو نه پس فېصله وشوه چې ايا صوفيه به تل د مسلمانانو د عبادت لپاره د جومات په توجه استعمالیږی.
د تركیې د خلقو د غږ ګوند د مشر مرستيال ((ارول اردوغان)) د جومات په توګه د ايا صوفيه په ثبتولو كښې د اوقافو د ادارې د كردار په تائيدلو سره په دې باره كښې وويل: له دېو وروسته به ايا صوفيه خپل تاريخی خق ته لاس رسائی پېدا كړی.
1000970