د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش، عربستان سعود د اسرائيلو لپاره خپل اخرنۍ اميد دے. دا په داسې حال كښې دی چې د رياض او تلاويو څخه راغلی راپورونه دا ښيی، دواړوه ارخونه د ژوندی پاتې كيدو لپاره يو بل ته محتاج دی. په همدې حال كښې سعودی عربستان د سهيونيسټو له خوا د اسرائيلو لپاره په عربی نړۍ كښې د سياسی ګټو اخرنې شانس يادیږی. د دا رنګ دریځ د بيانولو سبب دا دے چې د اسرائيلو ډېر متحدان په سيمه كښې له منځه تللی دی او دوی په عربی نړۍ كښې كوم مهم رول نه شی درلودلی. له دې پرته سعودی عربستان داسې يوازېنې هيود دے چې د جمهوری اسلامی ايران مخې ته ولاړ دے، له همدې سببه رياض د تل اويو لپاره د ايران د تهران په مقابله كښې اخرنۍ مورچه ده.
1001056