IQNA

د اسلام او عسائيت مشران په كپنهاګ كښې راټولیږی

23:01 - May 06, 2012
د خبر لمبر: 2319785
نړيواله ډله: د اسلام او عسائيت د مشرانو دويمه غونډه، د مهر د مياشتې په 4 تر 7 نیټه د ډينمارك په كپنهاګ ښار كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Muslim Village»اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا سمينار په دې غرض ترسره كیږی چې مسلمانان او عسايانو په خپلو كښې يو بل لا زيات وپيژنی او د ګډو ارزښتونو په پيژندګلو سره په مذهبی اختلافونو باندې برلاسې پيدا كړی.
د تير سمينار عنوان "د عسايانو او مسلمانانو تر مينځ د تفاهم زياتول" چې د مسلمانانو او عسايانو د ارتباط د سازمان – د ډينمارك د كليساګانو د ملی شورا او عربی مسلمانو د سازمان- د ډينمارك د بهرنيو چارو د وزارت په مرسته ترسره شو.
په دې غونډه كښې به د مسلمان او عسايی هيوادونو لكه: ډينمارك، لبنان، سوريه، اردن، عربستان، امارات او عراق كشان ګډون كوی.
په ډينمارك كښې له 5.4ميليون كسانو دوه لاكه كسان مسلمانان دی.
1001270
captcha