IQNA

اسلام په امريكا كښې د ودې په حال كښې ترټولو چټك دين دی

12:35 - May 07, 2012
د خبر لمبر: 2320291
بين المللی ډله: په امريكا كښې د مختلفو دينونو په هكله د ترسره شوې سړی شميرنې له مخې، اسلام په دغه هيواد كښې د ودې په حال كښې ترټولو چټك دين اعلان شوی دی.
د «End of the American Dream»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د هغې سړی شميرنې له مخې چې په دې وروستيو كښې د امريكې له دينی ارګانونو څخه د شميرنه اخيستنې د اتحادئې له خوا ترسره شوه، له ٢٠٠٠ كال نه تر ٢٠١٠ كاله پورې په امريكا كښې د اوسيدونكو مسلمانانو شمير له يو ميليون تنو نه ٢.٦ ميليونو ته رسيدلی دی چې دغه شميره په دغه هيواد كښې د مسلمانانو د ٦٦.٧ فيصده ودې ښودونكې ده.
دا په داسې حال كښې دی چې د دغې سړی شميرنې له مخې د عيسائيت د فرقو ترمينځ د ودې ترټولو زياته اندازه، په امريكا كښې د نفوسو او آبادۍ د كلی ودې د اندازې په نسبت ډيره لاندې ده او حتی په دغو كښې د ځينو فرقو آبادی كمه شوې هم ده.
دا خبره د دې ښودونكې ده چې د امريكې د جمهوررئيس باراك اوباما دا وينا چې (زمونږ هيواد له دې نه پس يو عيسائی هيواد نه دی) له حقيقت نه ډيره لرې خبره نه ده.
په امريكا كښې د مسيحيت دين په چټكۍ سره د خپلو پلويانو د له لاسه وركولو په حال كښې دی او د اسلام دين او اسلامی عبادتی ځايونه په دغه هيواد كښې ډير په تيزۍ سره د زياتيدو په حال كښې دی. 1001016

captcha