IQNA

په الجزاير كې د قران پاك د تعليم دوره پيل شوه

21:38 - May 07, 2012
د خبر لمبر: 2320584
نړيواله ډله: د الجزاير په پلازمينې الجزيره كې وړمه ورځ د قران پاك د تعليم او ښوونې دوره پيل شوه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری نیټ ورك "lexpressiondz" یې نقلوی چې د الجزاير د مذهبی چارو وزارت په همكارۍ سره د قرانی مدرسو محصلانو لپاره د قران پاك ښوونيزه دوره پيل كړی ده. چې پكښې د الجزيره ښار د مذهبی ادارو چارواك اواستاذان ګډون كوی د ددې كورس مقصد د قران پاك د زده كولو نوی طريقی سره اشنایې او د قران مدرسې د قران پاك د حفظ اړخ ته ګروهنه ده.
د دې دورې د تر سره كوونكی كمټیۍ مشر ټينګار كړی دی چې د الجزيری ښار په قرانی مدرسو كې اوس مهال درې زره نه زيات ماشومان د قران تعليم تر لاسه كوی، دا دوره به يوه اوونۍ دوام ولری.
1001312
captcha