IQNA

په فرانس كښې په برېل خط سره د قران شريف د نسخو ویړيا تقسيم

21:40 - May 07, 2012
د خبر لمبر: 2320680
نړيواله ډله: اسلامی موسسې «Paris Églantine» په سترګو باندې د معذورو او كم معذورو ترمېنځ په برېل خط سره د قران شريف د نسخو په وېړيا توګه د تقسيم د طرحې له اجرا څخه خبر وړكړ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «ipe08» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ د دغې موسسې چارواكو وويل چې د كلام الله مجيد د برېل نسخو د ترلاسه كولو تقاضا كوونكو ته پكار دی د پېژندګلو د معتبرو مداركو او داسې مدرك سره چې په عربی بريل خط باندې د تقاضا كوونكی كس د تسلط ښودنه كوی دغې موسسې ته مراجعه وكړی.
د دغې موسسې په بلن ليك كې همدارنګ ويل شوی دی چې مسلمانو ښاريزو ته د مناسب خدمت رسونې په هدف سره د قران شريف د برېل نسخو ویړيا تقسيم ته ترجيح وركړې شوې ده او د دغې درجه بندۍ له مخې په وړومبۍ مرحله كښې هغه كسان چې په عربی بريل خط باندې كاملاً تسلط لری كولې شی موسسې ته مراجعه وكړ او له دې وروسته به هغه محصيلين چې د برېل خط د يادونې په حال كښې دی او بيا د جوماتونو، اسلامی او اسلامی انجمنونو مسئولان په دويمې او دريمې ترجيح كښې شتون لری.
د الهی كلام د بريل نسخې د ترلاسه كولو مينه وال پكار دی د «http://ipe08.com/» وېبپاڼې ته په مراجعه كولو سره د قران كريم له درخواست سره اړوند فارم ډك كړی او يا دا چې په پېرس كښې د موسسې په پته دې خط وليكی.
1001883
captcha