د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د تهران د كتاب د پنیځوېشتم نړيوال نندارتون د جوړېدو له ځاے يعنې د امام خمينی (رح) نوم مصلې څخه رپوټ وركړ: د لبنان د پارلېمان استازی علی فياض په هغې غونډه كښې چې پرون د نندارتو د اسلامی بېدارۍ په حال كښې جوړه شوه د دې مطلب د بيانولو په ترڅ كښې زياته كړه: د اسلامی بېدارۍ دغه بهير پكار دی ټولې سياسی، اجتماعی، قبيله ای او مذهبی پرګنې په بر كښې ولری او د ټولنې د اكثريت خلقو نظر دې بيان كړی.
هغۀ په دغه غونډه كښې چې د ((اسلامی بيداری او د مقاومت د ډلو مستقبل)) ترعنوان لاندې جوړ شود فلسطين د موضوع اهميت ته په اشارې سره وويل: په عربی دنيا كښې داسې بهيرونو ته ضرورت لرو چې د صهيونېسټ رژيم د يرغلونو په وړاندې ټينګ اودریږی.
هغۀ په اخېر كښې د اسلامی بېدارۍ په غورځنګونو كښې د شيعه او سنی اختلافاتو د راڅرګندولو د احتمال په حقله خبردارے وركړ او پخلے یې وكړ: د مذهبونو ترمېنځ جنګ جګړې به په اسلامی دنيا كښې د هيچا په ګټه نه وی او يوازې اسرائيل او امريكا به ترې ګټه اوچتوی.
1001736