د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د تهران د كتاب د پنیځوېشتم نړيوال نندارتون د جوړېدو له ځاے يعنې د امام خمينی (رح) نومې مصلې څخه رپوټ وركړ: حجت الاسلام محمود ابوالقاسمی د ((اسلامی بېداری او د يورپ د اسلامی ټولنې كردار)) نومې غونډه كښې چې پرون د غوئی د مياشتې په اولسمه نېټه وشوه د دې مطلب په بيانولو سره زياته كړه: د يورپ مسلمانه ټولنه په اېنټرنېټ او په سائبری فضا كښې په فغاليت او په مېډيا او علمی او سائېنسی غونډو كښې په شتون سره د اسلامی بېدارۍ د بنياد رواجوونكی وو او دی.
هغۀ څرګنده كړه: همدارنګ په يورپ كښې دينی پوهانو او د مسلمانو رسنيو خاوندانو كړې شوی دی د اسلام او اسلامی انقلاب په خلاف موجودو زياترو شبهاتو ته ځواب وركوی او عمومی افكار دې په دې زمينه كښې خبر كړی.
هغۀ همدارنګ وويل: په يورپ كښې د ميلينونو مسلمانانو موجودګی په دغه براعظم كښې يو ډول سياسی مخه نيوونكے دے، په دا ډول چې يورپی حكومتونه یې په زياترو مواردو كښې له اسلام سره د دښمنۍ د سياستونو له عملی كولو څخه منعې كړی دی.
1001866