IQNA

د مېنځنی ختیځ د بدلونونو په شننه كښې د اسلامی بېدارۍ مسائلوته د توجه ضرورت

21:37 - May 07, 2012
د خبر لمبر: 2320689
نړيواله ډله: اسلامی بېداری درې بنيادی مسئلې لری چې د مېنځنی ختیځ د بدلونونو د شننې لپاره پكار هغو ته خاصه پاملرنه وشی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د لبنان د اجتماعی علومو استاذ امين حطيط د (اسلامی بيداری او د حزب الله، حماس او اسلامی جهاد مبارزو ډلو مستقبل)) نومې غونډه كښې چې پرون د غوئی د مياشتې په اولسمه نېټه د تهران د كتاب د پنیځوېشتم نړيوال نندارتون د جوړېدو په ځاے يعنې د امام خمينی (رح) نومې مصله كښې جوړه شوه د دې مطلب په بيانولو سره زياته كړه:
اسلامی يووالی او خپلواكۍ او له پرديو سره نۀ پېېليتا او د فلسطين مسئلې ته بلنه درې معيارونه دی چې پكار دی د اسلامی بېدارۍ د غورځنګ په توګه د حركتونو په شننه كښې شتون ولری.
هغه وويل: په مېنځنی ختیځ كښې اسلامی حركتونه د الله اكبر په نعرې سره شروع شوی دی او د رااوچتېدو ځاص جومات او د جُمعې نمونځ ؤ او دے،
هغۀ په دوام كښې د ايران په خلاف د اسرائلو ګواښونوته په اشارې سره وويل: د ايران په خلاف د اسرائيلو ګواښونه ځان لوے ښودل دی او اسرائيلو له دې خبرې څخه ډېر وړوكے دے چې په ايران باندې حمله وكړی.
د لبنان د حزب الله د مجازی تبليغاتو مسئول حسېن رحال د دغې غونډې بل وېناوال ؤ چې وې ويل: په تيونس، مصر او يمن كښې اوس هم داسې ډلې دی چې د اسلام مخالف دی او ځينی عرب هېوادونه هم د دغو انقلابی حركتونو مخالف دی نو ځكه لا تر اوسه د دغو ملكونو حالات په تېره بيا په اقتصادی مسائلو كښې مشخص نۀ دی.
1001793
captcha