IQNA

د صهيونېسټ رژيم په جېلونو كښې له فلسطينی قېديانو څخه دملاتړ غونډه

21:40 - May 07, 2012
د خبر لمبر: 2320690
نړيواله ډله: د صهيونېسټ رژيم په جېلونو كښې له فلسطينی قيديانوڅخه د ملاتړ غونډه سبا د غوئی د مياشتې په نولسمه نېټه د تهران د كتاب د پنیځوېشتم نړيوال نندارتون د جوړېدو په ځاے يعنې د امام خمينی (رح) نومې مصله كښې د اسلامی بېدارۍ د سټال په وړاندې جوړیږی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د صهيونېسټ رژيم په جېلونو كښې له فلسطينی قېديانو څخه چې د خوړو په اعتصاب یې لاس پورې كړے دے د ملاتړ غونډه سبا ماسپښين له ٣:٣٠ بجو نه تر ٦:٠٠ بجو پورې د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم او د فلسطين له انتفاضې څخه د ملاتړ د دبيرخانې په ملګرتيا سره د كتاب د پينځويشتم نړيوال نندارتون په ځاے كښې جوړیږی.
په ايران كښې د فلسطين ملاتړی ولسی تنظيمونه، د مقاومت د ډلو استازی، د ولسی تنظيمونو مسئولان او نمائندګان او د اسلامی شورا د جرګې يو شمېر استازی د دغې غونډې د جوړولو لپاره په پلاننګ كښې فعال كردار ادا كوی.
1002094
captcha