IQNA

د تل ابيب – قاهرې تر پردې شا ته خبرې اترې به څه نتيجې ولری؟

21:38 - May 07, 2012
د خبر لمبر: 2320691
نړيواله ډله: د صهيونېسټ رژيم چارواكی كوشش كوی چې اسرائيلو ته د ګېس د صادراتو پرې كېدنه يوه تجارتی موضوع وښئ، په داسې حال كښې په دې مېنځومان كښې هغوی تر پردې شا ته تحركات په يوې بلې موضوع باندې دلالت كوی.
دايران دقرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې په داسې حال كښې چې د دنيا اكثرو ملكونوله اسرائيلو سره د ګېس د معاهدې د لغو كولو لپاره د مصرفېصله د سولې
لپاره يو ګواښ بولی، اسرائيلی چارواكی په دې لټه كښې دی چې د دې لانجې په تجارت والی باندې په پخلی سره د دغی موصوع ډېپلومېټك اهميت كم كړی. خو تر پردې شا ته داسې ليدنې كتنې د ترسره كېد په حال كښې دی چې صهيونېسټی كابيه د دې مشكل د تجارتی والی نه د سياسی والی په باره كښې هغه ترپوښتنې لاندې راولی.
د مثال په توګه اسرائيلو ته د ګېس د لېږد د پرې كولو په حقله د مصر د ګېس د ملی كمپنۍ له اطلاعیې نه يوه ورځ پس د اسرائيلو د وزيراعظم بنيامين نتانيا هو د دفتر يو لوړ رتبه چارواكے هاهرې ته لاړ او هلته یې د مصر په حكومت كښې خپل همسنګ سره ليدل كتل وكړل او د ګېس د معاهدې موضوع یې وڅېړلو، هغۀ څو ګېنټې پس مقبوضه زمكو ته راستون شو.
له بلې خوا د اسرائيلو د بهرنيو چارو د وزير په غوښته په تل ابيب كښې د مصر سفير ياسر ردا د اسرائيلو د بهرنيو چارو د وزير له مرستيال دانيل آيالون سره د حالاتو د تشريح كولو لپاره كتنه وكړه.
البته د وزيراعظم دفتر په دې باره كښې د هر ډول نظر څرګندونې څخه ډډه وكړه. له دې وروسته هم د جرمنی د بهرنيو چارو وزير ګېلډو وسټرو له مصريانو څخه وغوښتل چې له اسرائيلو سره د خپلې سولې په موافقه ليك باندې پابند پاتې شی او حتی له هغوی څخه یې وغوښتل چې د ګېس په سر اختلافات دې په يوه سياسی موضوع باندې له بدلولو څخه ډډه وكړی.
998698
captcha