د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ((بينات)) خبری سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: مورګن د ورجېنيا رياست په يوې كليسا كښې د د نورو دينونو له پېروكارو سره د سوله ايز ګډ ژوند، سولې او د ښځو د حقوقو په باره كښې دقران شريف د مباركو ايتونو په تفسيرلاس پورې كوی.
دغه امريكائی پادری د دغو مباركو ايتونو او د خداے دګران رسول (ص) د سېرت د نمونو له لارې ښودل غواړی چې اسلام دغېر مسلمانانو په خلاف له تشدد سره مخالف دے او په ټولنه كښې د ښځو په مهم كردار باندې تاكيد لری.
هغۀ وويل چې ما دا دوه موضوعاګانې يعنې تشدد او ښځې ځكه د قران شريف د تفسير په برخه كښې انتخاب كړې چې امريكائی ټولنه نن سبا دغو دوو موضوع ګانو ته زياته اړتيا لری.
يو امريكائی ټيلی ويژنی چېنل چې د مورګن د قران شريف د غونډو ځينې برخې خپرې كړی دی دا اقدام په داسې وخت كښې چې تری جونز د مسلمانانو د مقدس كتاب سپكاوے كړے دے د ستائينې وړ معرفی كړے دے. 1002994