په زمبابوے كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز مشر محمداسدی موحد د اېكنا د څلوېښتمې بهرنۍ ژبې د افتتاح په مناسبت له دغه خبری اېجنسۍ سره په مركه كښې د قرانی پېغامونو په انتقالولو كښې د اېكنا كردار رضايت بخښونكے وبالۀ او څرګنده یې كړه: د ايران قرانی خبری اېجنسی د قران شريف د تعليماتو په ترويج او خپرولو كښې خاص كردار ادا كوی. هغۀ زياته كړه: په مسلمه توګه د قرانی خبرونو او فعاليتون په منعكس كولو كښې د اېكنا د بهرنيو ژبو زياتوالے يو نۀ انكارېدونكے تاثير لری، په دې شرط چې د ژبو له زياتوالی سره سره د مخونو كېفيت ته یې هم پام لرنه وشی او كوشش وكړې شی چې د نورو ژبو سره د فارسۍ د صفحې د مطالبو او خبرونو د حجم او ژورتيا د تفاوت او فرق امكان ترممكن حده پورې كم شی. 965184