IQNA

هندوستان كې د شيعه ؤ ټولنيز، سياسی او ښوونيزو حقوق وڅیړل شو

22:50 - May 09, 2012
د خبر لمبر: 2321712
سياسی او ټولنيزه ډله: د مئی په شپږمې نیټی د هندوستان په اترپرديش ولايت په لكهنؤ ښار په اصفی امامباړې كې د مجلس علماؤ په كوششونو سره شوی كانفرنس كې د په هندوستان كې د شيعه ؤ ټولنيز، سياسی او ښوونيزو حقوق وڅیړل شو.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د روانی ميلادی مياشتی مئی په شپږمی نیټی د ځای وخت په مطابق ماسپښين دوه بجې د لكهنؤ ښار په اصفی امام باړې كې د مجلس علماؤ په كوششونو او د درست هندوستان په زرګونو دينی عالمانو او مفكرينو شتون كې تر سره شوی كانفرنس كې په هندوستان كې د شيعه ؤ ټولنيز، سياسی او ښوونيزو حقوق وڅیړل شو.
د كانفرنس پيل د دې ښار د مشهور قاری ښاغلی معصوم رضا په قران تلاوت سره وكړ پس له تلاوته د هندوستان د مجلس علماؤ غړې ښاغلی حجت الاسلام والمسلمين"سيد رضا حسين" په هركلی وينا كې د دينی عالمانو او پوهانو ته په خير راغلۍ وويل او د هغو شكريه یې ادا كړه

1002345
captcha