د «Daily Times»د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د سری لنكا د بد مذهب منونكی چې د دغه هيواد زياتره آبادی او نفوس تشكيلوی له يوې مودې راهيسې غواړی چې په دامبولا ښار كښې موجود جومات دې وران كړې شی ځكه چې دغه ښار د بدايانو لپاره يو مقدس ښار ګڼل كیږی .
بدايانو دغه مظاهرې وړمه ورځ په كالوتارای نومی ښار كښې ترسره كړې.
تيره مياشت په زرهاؤ بدسټ مشرانو او د هغوی پلويانو د دغه جومات د غير قانونی جوړښت په پلمه په هغه باندې په حملې سره د دغه جومات د ورانولو اراده درلوده.
له دغې پیښې نه وروسته د سری لنكا دولت اعلان وكړ چې په دغه سيمه كښې پروت مسجد او د هندوانو مندر به ډير ژر وران كړی.
د سريلنكا د دولت دغه فيصله د مسلمان مشرانو او سياستوالانو د سخت مخالفت سره مخامخه شوې ده. 1003133