د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له "oumma" نیټ ورك یې نقلوی چې دا مقابلی د د فرانس د لويدیځې سيمې د اسلامی انجمن د انسانی علومو يورپيایې موسسې او د اسلامی علومو په همكارۍ سره تر سر ه كیږی، دا مقابلی د فرانس په لويدیځ كې د مسلمانانو د كليز ټول د ترسره كولو په موقع تر سره كیږی، دا مقابلی د ټول قران د حفظ اوهمدارنګ د يوې، دوو، پينځو، لسواو شلو سپارو په مختلفو برخو كې تر سره كیږی چې پكښې د سړو او ښځو نه علاوه ماشومان او زلميان هم برخه اخلی. د عمر له نظره دا مقابلی په اتو برخو كې ويش شوی دی.
له اتو كلونو كم عمر بچې، د دولس كالو نه كم عمر، له شپاړسو كلونو كم عمر كسان، له اتلسو كلونو كم او همدارنګ د له اتلسو كلونو زيات عمر والا كسانو او ځوانان هم په څلورو برخو كې ويشلی شوی دی.
1002710