د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له عمان ورځ پاڼې «Times of Oman» یې نقلوی چې دا مراسم د عمان د تعليم وزارت په كوششونو د قانون وزير ښاغلی "عبدالمالك بن عبداللہ الخليلی" په څارنی او د هيواد د تعليم وزيرې "مديحہ بن احمد الشيبانیہ" په شتون سره تر سره شو.
د ويلو ده چې دا مقابلې د ټول قران حفظ، د 24سپارو ، 18سپارو او 6 سپارو په حفظ او په تجويد كې په پينځو مختلفو ډلو كې له ټول هيواده د محصلانو او محصلاتو په شركت سره تر سره شوی وې.
هغه زياته كړه چې اسلامی تعليم د محصلانو په كردار او ګفتار په اصلاح او سمولو كې مهم رول لوبوی.
1003355