IQNA

د كېليفورنيا د پارلېمان په مقابل كښې ((دمسلمان ورځ)) ونمانځلې شوه

22:51 - May 09, 2012
د خبر لمبر: 2322535
نړيواله ډله: د امريكې د كېليفورنيا رياست مسلمانان د غوئی د مياشتې په اتلسمه نېټه د وړومبی ځل لپاره د دغه رياست د پارلېمان په وړاندې ((دمسلمان ورځ)) په نمانځلو سره راغونډ شول.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د«Examiner» اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د مسلمان ورځ په انتخاباتو كښې د د ګډون له لارې د دغه صوبې په چارو كښې د مسلمانانو د زيات مشاركت لپاره په كېليفورنيا د اسلامی- امريكائی روابطو د شورا د دفتر په همت سره پېل شوه.
د څېړنو له مخې مسلمان راې وركوونكی كولې شی د امريكې د ولسمشرۍ په انتخاباتو كښې چې د روان كال د نومبر په مياشت كښې كیږی ټاكوونكے رول لرلې شی.
په كېليفورنيا كښې د مسلمان ورځ د اسلامی – امريكائی روابطو د شورا لخوا د ((مسلمان راې)) د پروجېكټ له شروع كېدو وروسته ونمانځلې شوه. دغه پروجېكټ د دغه هېواد په سياسی چارو او انتخاباتو كښې لا زيات مشاركت ته د مسلمانو د هڅولو په هدف سره د د دغه تنظيم لخوا شروع شوے دے.
د اسلامی – امريكائی روابطو د شورا چارواكو اعلان وكړ چې د دغې ورځې نمانځل او په سياسی چارو كې د مسلمانانو كوشش له دې امله اهميت لرونكے دے چې ځينې ډلې كوشش كوی د امريكې په سياست كښې د مسلمانانو كردار حذف كړی.
1002804
captcha