د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د الجبيران برېښنائی ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ:د عراق د كردستان د پارلېمان د اوقافو او دينی چارو د كمېشن مشر بشير حداد د يو اخباری كانفرنس كښې د دې خبر په اعلانولو سره وويل: د دغې نشریې چاپ كېدل له دې موضوع وروسته چې د مسلمانانو قهر یې راوپاروۀ بند شول.
هغۀ زياته كړه: دغې نشریې په خپله وروستۍ ګڼه كښې د ډله ايز سایټ فېس بك په نقل سره يو مضمونه چاپ كړ چې پكښې په يورپ كښې مېشته يو كرد ليكوال د اسلام د مقدس دين او مسلمانانو سپكا وے كړے ؤ.
هغۀ وويل: د عراق د كردستان د مسلمانانو د علماؤ اتحادیې دا مسئله نېغ په نېغه د اسلام د مقدس دين او مسلمانانو سپكاوے وبالۀ او د عراق د كردستان په قلمرو كښې د دغې نشریې د چاپ كېدو او خپرېدو غوښتنه وكړه.
هغۀ وويل: په دې اړه د اوقافو او دينی چارو د كمېشن، د حقوقی كمېشن ، د پارلېمان د بشری حقوقو كمېشن، د كردستان د مسلمانو عالمانو د د اتحادیې استازيو او د بندې كړې شوې نشریې د تحريريه پلاوی استازيو په ګډون سره يوه غونډه جوړه شوه. په دغه غونډه كښې له دې امله چې د دا ډول مضمونونو خپرېدل د اساسی قانون، د اسلام دمقدسی شرعې، د ټولنې د عامه ادبياتو په خلاف او همدارنګ په ټولنه كښې د فتنې دليل دے د دغې مجلې چاپ تر بلې اطلاع پورې بند شو.
1002463