IQNA

ماسكو د مسلمانو هېوادونو ((د دوديزوخوړو)) د فېسټيوال كوربا

22:50 - May 09, 2012
د خبر لمبر: 2322538
سياسی او اجتماعی ډله: د مسلمانو هېوادونو ((د دوديزوخوړو)) فېسټيوال به د غبرګولی د مياشتې په ٢١ نېټه د روس د مفتياتو د شورا، د روس د فیډريشن د ((حلال)) ګواهينامې او د سټېنډرډونو د نړيوال مركز په ملګرتيا او نوښت سره په ماسكو ښار كښې جوړیږی.
په ماسكو كښې د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې د روس د مفتياتود شورا د اطلاع رسونې كمېټۍ په دې باره كښې وويل: د ملی كلتور، د روس او نورو مسلمانو هېوادونو د مسلمانو خلكو د خوراكونو ترويج، د سالمو خوړو معرفی او د خوراكونو د تيارولو او پخولو په زمينه كښې د حلالو اصولو خيال ساتل د دغه نندارتون د جوړولو له اصلی اهدافو څخه دی.
د دغه رپوټ له مخې په دغه فېسټيوال كښې حلال رسټورانونه، ملی، كلتوری او مهاجرتی غورځنګونه او تنظيمونه،د ښځو انجمنونه او فردی كارپېژاندی د خپلو خلكو له دوديزو او ملی حلالو خوراكونو سره ګډون كولې شی.
د ويلو ده چې دغه فېسټيوال د «حلال مسكو (Moscow Halal Expo 2012) )) نړيوال نندارتون په ترڅ كښې جوړیږی.
1003882
captcha